خان کاروان – د افغانستان د ډوډۍ د ملا تیر
اوړه د هر افغان د کور د ورځني ژوند بنسټ دی، او خان کاروان د همدې بنسټ د پياوړتيا مهم رول لوبوي. هر کال زموږ شرکت له روسيې، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او نورو سيمو څخه زرګونه ټنه لوړ کيفيت لرونکي اوړه واردوي. دا اوړه د نړيوالو معیارونو مطابق پروسس کيږي او د باور، ثبات او پر وخت رسولو سره افغان بازارونو ته رسول کيږي.
خان کاروان تل هڅه کړې چي غنم او اوړه د افغانانو لپاره ارزانه او د لاس رسي وړ وګرځوي. که هر څونه د پيرود او انتقال لګښتونه لوړيږي، زموږ هدف روښانه دی: افغانانو ته د ښه کيفيت اوړه په مناسبه او ارزانه بيه برابرول. تر هغه وخته چي افغانستان د غنمو او اوړو په توليد کي ځان بسيا کيږي، خان کاروان به د هر افغان کور لپاره د تغذيې او ثبات د وعدې وفادار پاتي کيږي.
خان کاروان د خپلو قوي نړيوالو همکاريو او پرانيستو تجارتي لارو په مرسته نه يوازي د افغانستان د خوراکي امنيت پياوړتيا کوي، بلکي ځان د هغو نړيوالو تجارانو لپاره د باور وړ شريک ثابتوي چي معنا لرونکې او دوامداره همکاري غواړي.
Khan Karwan Trading Company
G5V6+V5F, Street 7, Taimani,d Kabul
Copyright © 2021 Khan Karwan Trading Company - All Rights Reserved.
Powered by Haroon Hikmat and Hedayatullah Hikmat
We use cookies to analyze website traffic and optimize your website experience. By accepting our use of cookies, your data will be aggregated with all other user data.